(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ویــــرنـــه

لـکـه د ورځ چې پـه سـهـر کــې ومـري یا لکـه سـتـوري چې په لـمـر کې ومري یـا د چـا زیـرې د خـــوښــــۍ د مــهـال د غـــم له لاســه پــه اخـــتـر کې ومـري داســـې ارمـــــــان د زړه ځـــیـــکـــر کـــې ومــــړ ډیــــــر لـــــری لــــری پــه ســــــفـر کـــې ومـــــړ د سـترګو تور د زړه ګـي سـر مو چې ؤ پــوره پـه عـقــل او هــنـر مـــو چـــې ؤ په درد درمــن د هـــــیــواد والـــو ســره پـه غـم غـمـجــن د هـر بـزګر مـو چې ؤ د زړه پـــه شــــور د زړه پــــه شـــر کــې و مـــــړ ډیـــر لـــری لـــری پــــه ســـــــفــر کــــې ومــــــړ څومـره ارمـان څـومـره هــیلـو سـره ؤ؟ څـومـره پـه زړه ډک لـه ګـیـلـو سـره ؤ؟ د غــــم لـــړلــــي ژونـد بـهر کې رښتـیا څومــره د ســـتــرو حـوصلــو ســره ؤ؟ د ســتر غــورځــنـګ پــه لــوې ټــکـــر کــې ومــړ ډیـــر لـــری لـــری پــــه ســـــــفــر کــــې ومــــــړ د افــغــان ځــوی ؤ د افــغـان په ننـګ ؤ د نــاپــوهــۍ ســره اخــتـه پـه جــنـګ ؤ د قــلــم ســوکــه ئــې تــیـره تــر تــوری د نــنګ په کار کې له هر چا نه دنګ ؤ پـــه داســـــي بـــــڼــه پـــــه بــــــهــر کـــې ومـــــړ ډیـــر لـــری لـــری پــــه ســـــــفــر کــــې ومــــــړ پـه پـــښـــتــنو کې د شــمـلـی ســــړی ؤ پــر هــر غــلــیـم هـم د حــملــی سړی ؤ هــر کــلــه هــم لــه نــاپــوهـــیــه ســره پــه هــر ډګــر کــې د جــګــړی سړی ؤ د ولـــــــــس غــــم پــه ســــــــمـــنــدر کــې ومــــړ ډیـــر لـــری لـــری پــــه ســـــــفــر کــــې ومــــــړ د خـپـل د کـلــي لــه کــوڅــې نــه خــبر د خــپـل د ځــان د پــردیــسـې نـه خــبـر د غــلــیـم هـڅــی ئــې لا هــم څــارلـــې د خــپـل هــیــواد لــه بــي وســي نه خبر د نـــنــګ او نــــام هـــــسـې ډګــــــر کـــې ومـــــړ ډیـــر لـــری لـــری پــــه ســـــــفــر کــــې ومــــــړ د خـــدای بـښـلـیـو د جــنـــــت په لـوری پــه صــفــا زړه د مــحـبــت پـــه لوری مــیـــنــه د زړه بـه ئـې لا ښـه هـوسـاکـا د لـوی څــښــتـن هــم د قــربت په لوری د بـــل پــــه ښــــــار د بــل پـــه ورکــــــی ومــــــړ ډیـــر لـــری لـــری پــــه ســـــــفــر کــــې ومــــــړ دعـــــــــا کــــوو تـــل ادیــبــانـــو لـــره ټـولــو ســـپــیڅلــیــو شــاعــرانـــو لــره چــې پــه بــهــر کـــې اواره لا ګـــرځي پــر وطـــن ګــرانــو مــیـــنــانــو لـــره څـوک چـې پـــردیـــس پــه بـــل ټـــبـــر کې و مــړ ډیـــر لـــری لـــری پــــه ســـــــفــر کــــې ومــــــړ
-
بېرته شاته