(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بيا په سرو وينو لمبيږي پښتانه

بـــيا په خـــپلو کي جنګيږي پښتـــانه بيا په سرو وينو لــمـبــيــږي پـښـتـانه څنګه جنګ دی چه انجام ته نه رسيږي خدايه څومره به قتليږي پښـتـانـــــــــــه اور په هر ځائ د نړي دې لګــيـــدلې خو پکې فقط سوزيږي پــښتــــــانه نه څوک امن راولي د دوئي تر منځه نـه پـه خـپـلـو کـي پوهيږي پښـتـانـه دوستان نه لري بدبخته ازلـــي دي د دښمن په چال غورزيږي پښتانه نه ئې پوهه شته نه علم او نه عـقل خدايه !!کله به سميږي پښـتـانـه نه ئې ګټه د ايمان شته نه د خــــاورې هيڅ بې هيڅه خاوري کيږي پښتانه د نـړئ قـامـونـه وخـتـل اسمـــان تـه ورځ تر ورځې لاندې کيږي پښتانه ناپوهي «فيروزه» لويــــــه الــمــيه ده خـدايـه کـلـه بـه پـوهـيـږي پـښـتـانـه

Bia pa srow weeno lambegy pakhtana (Feroz Apridi) دپښتنو قامی سنګر -
بېرته شاته