(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

پيکه پيکه د لېونتوب ياري ده ستا محبت خو تش د خوب ياري ده هيڅ دې د ژوند غېږې ته ونۀ بخښل ياري دې څومره د شومتوب ياري ده زما وجود باندې د ګل ګلزار وۀ څومره ښائسته د مسکين توب ياري ده پۀ ياد به ئې ولې زه مشعوله نه يم زما خو سمه د نرتوب ياري ده د ګل د تاندو تاندو شونډو سره زما د مړاوي پېغلتوب ياري ده ٢ مينې ته ښېرازه يو په سل مې کړه شعر مې کا ، ټپه مې کا غزل مې کړه اوس مې د وجود کائنات دا غواړي باغ مې کړه ، د شنو ونو ځنګل مې کړه ځانله چې مې لږ په کتو ووينې مخ راله رادېخوا کړی چې ښکل مې کړه خپل وجود کې داسې مې را اونغاړه زړۀ مې کا ، ځيګر مې کا ، ګوګل مې کړه ما چې د خپل نوم په شان ثابته کړی ګل مې کړه ، رښتيا حسينه ګل مې کړه

Ghazal Hasin Gul Tanha -
بېرته شاته