(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شعر

زما د خــیـال پـه ورشــو غــلــې غــلـــــــــــــې لـــکـــه د پــــرخــــې ورېــــده ژړېـــــــــــــــــــده پـښـتـنې پــیـغــلـې غــږ کــولای نـه شـــــــــو پـه ســـرو لـمـبـو کې ســوزېــده ژړېــــــــــده

غزل

ووایــــــه وحشــتـه ازل چــــــرته دی ګرانــــــه زندګي شوه اجل چرته دی لاره دژونــــــدون، نــوره ازغــنـــه ده وایــه لیونتوبه مـــــــنزل چــــرته دی ګله!ښکلي ډېر دي مالیدلــــــي دي ستادښائسته سترګو بدل چرته دی دلــته په هرلوردي زولنــې خــــورې دلته زلفې چرته اوربـــــل چرتـــه دی رنګ یې چې « لایقه » زما مینه شي داســـــې شعرچـــرته غـــزل چرته دی

Layaq Zada Layaq -
بېرته شاته