(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

ورځ وی رڼا دشپی دی رنګ ورک شی علم راځی خو که داجنګ ورک شی نز به می څوک اخلی د زړه له کومی آه که له ما د کورکۍ څنګ ورک شی ستا د زلفانو خوشبویی می بس ده هیڅ پروا نشته که لونګ ورک شی له سپین مړوند سره بنګړي مزه کا څه یی مزه که ځنی شرنګ ورک شی اغزي کري تل د ګودر پر لاره له چا چی دین ایمان او ننګ ورک شی عمری عقل به مو ځای ته راشي که له وطن مو بوی د بنګ ورک شی ـــــــــــــــــــــــــــــ

غــــــــــــــزل

درهم دینار اشرفۍ اخلی عقیده ما توی دنفس وږي دبا طن ښکلی آ ینه ما توی وعده یی کړی خدایه څنګه به پوره کړی وعده دنن سبا ښکلي خو دغه سلسله ما توی ورته به لاره ستړی ستړی منزل لری ښکاری که څوک ما یوس شی او دخپل زړه حوصله ما توی ما یی منلي مایی هر څه دي منلي دناز را نه مرغه دعشق دشونډو په بوسه ماتوی عمری هو ورسره کړی په پښتو ژبه کی دا ورته ګرا نه چه خبره پښتنه ما توی په پښتنه مینه محمدعلی عمری جنوبی پښتونخوا مسلم باغ

[email protected] -
بېرته شاته