(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژوند ژبه

مــنــم چــې هر پښـتـون سـتـايـلـى شـي كـمـال د پښتو خـو هـر پـښـتـون پــټــوي ســترګـې پـه زوال د پـښـتـو مــونـــږه بــه ويــر كــوو تــر كـومې كال په كال د پښتو مـونــږ بــه تــر كــومــې ژاړو هــر كال پــه زوال د پښتو پـښـــتـون بــه هــېــچــېــرې ازاد د غـلامـۍ نـه، نه شي څو چـې د ژونـد پـه لاره يـو نـه سـي مــشـال د پــښــتـو ســوال بــه كـوي ســرتـور به ګرځي په پردو كوڅو كې خــو چــې راخـيـستى پښتون نه وي توره ډال د پښتو داســــې دې ولــــــې دا پــــښــــتـو ژبــــه فـــقـــيـــره كــړلــه ته خـو جـلال وې د پــښــتو، تـه وې جــمــال د پــښـــتــو خــــواره قـســمـــتــه څــــه فـــال ګــــرو تـــه دې كـېــنــولــو خـــدايــه د كــوم پـــښــتـون په سر ونـيـسو فال د پښتو هــــر چـــا د خـــــپــل حــــسـن يـــوســـف بــازار تــه ورســو خـــدايــه پـــه دومــره قام كې چاته وكړو سوال د پښتو چـــې ځــاى د خــپــل وطـن پخـپلـه مـدرسـه كـې نه شوه په داسې حال كې به څه رنـګه ښـه شـي حـال د پـښـتـو هـر چـا پـه ســر د پـښــتـو نـــورې نـورې ژبـې زده كـړې خـو پـيـدا شــوى پــكـــې كــم نــمــك حــلال د پـښــتـو مـــوږه بــــاېــلـلــو جـــوارګــــرو تــل بــاېــلات كـــړى دى مـــونـــږه سـرتـور سـرلــه راوړى نــه دى شــال د پـښــتـو ورپـــــســــې ګــــوري هـــديـــرې دا لــېــونــي شــاعـــران پښتون په لـوى لاس دفـن كـړى دى جـنـجـال د پـښتو وخـــت راروان دى چـــې دا ژبـــه بـــه د ژونـــد ژبــه وي ګرانه ساېله ټـول خــوبـــونـــه كـــړه ســـمـــبــال د پــښــتـو

Rahmat Shah Sayel -
بېرته شاته