(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

کله مې زهر څکلي نه دي نن يې څکمه خدايه چاته مې ځان ويلي نه دي نن ورځمه خدايه بيا مې وفات کړه خو جانان مې يو ځل لاس کې راکړه دا تمنا مې په دې خپل زړه کې لرمه خدايه زه اوس ملحد که مسلمان يم خدايه نه پوهېږم په لمانځه تا لره ولاړ څوک يادومه خدايه د تصور په ټال کې جګ شوم د اسمان تر بريده د ستورو کټ کې ورته نن شپه ورکومه خدايه خلک جانان تلي په زړه کې زه زړګى نه لرم زه يې د سترګو په پاليو کې تلمه خدايه چې د رنجش د زړګي وينې له مداره وځي د هر يوه څاڅکي يې د يار نوم جوړومه خدايه

Ibadullah Ranjash -
بېرته شاته