(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

زړه ته رانېږدې مې که د خپل حسن جلوه مې که اور مې که، سکاره مې که او باد مې که اېره مې که ټول لوګى، لوګى مې که نظر دې په ما مات کړه ته دود د سپېلني مې که او پو مې که لمبه مې که وګوره د خپل حسن تصوير زما په سترګو کې مخامخ راکېنه ځان دې جوړ کړه آئينه مې که څومره چې د ناز او ادا زه وړم په خپل سر باندې ته مې هم د خپلې غېږ رباب خوږه نغمه مې که هلته مازيګر چې د ګودر غاړې ته راشي نن بيا مې د منګي سره سندره که ټپه مې که ما د خپل قاتل نظر په پنجو کې راونغاړه ومې وژنه، قتل مې که ښه ذره ذره مې که تنده چې پرې ماته د بيدار د ډېره عمره شي مست مې که، غزل مې که،شراب مې که، نشه مې که

Abdul Basir Baidar Stori -
بېرته شاته