(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبابا شلم تلین او سړیتوب

نن يي کلیزه لمانځل کیږي دا شلم تلین دئ دلوي افغان په ویشل شوي کور دغم تلین دئ نن دهغه پا چا په یاد کې شاعران راټول دي چې تشدد ټوپک يي نه غوښته دځغم تلین دئ نن شیشمباغ کې توتیان جمع دي یو خړ قبر ته دچا چې مرګ هم دیووالي د قدم تلین دئ دچارسدې تورسرې ژاړي دکابل شهید ته سوات کندهار کې دځانمرګو دستم تلین دئ ټول وايي څه شو هغه لوي بابا چې تل يي ویل دلته ختیځ لودیځ نښتي په دې چم تلین دئ ځیني کاڼه لا بیا تر اوسه قانع شوي نه دي پردۍ جګړه کې مونږه وژني دماتم تلین دئ که په عمل کې لا ر ښوونې دبابا تطبیق کړو زه خدمتګار به کړم قبول چې په نیت سم تلین دئ

Mohammad Yousf Khedmatgar Mazdorzoy --- سړیتوب

تخم ولویږي په خاورو زړه يي وچوي بوټئ ګل شي دغره تیګې توږل وزغمي غمئ شي دوربل شي سړئ پوخ شي په لویدواوپاڅیدوکې سبق واخلي چې د،ولس په غم ککړ شي عقل لاړ شي لوي پاګل شي خلک ویښ شي او توپان شي توپانونه کړي خچپچ چې هر څوتوپان کې وران شي نمونه لکه کابل شي څوک به خښتې دسرو زرو دلیلا په غاړه نه کړي چې په لا س دزرګر ورشي نو امیل شي یا چار ګل شي هسې نور سرونه ډیر دي چې لونګۍ پرې تړل کیږي چې لونګۍ پرې ښه ښکاریږي هغه سر په قام جلبل شي سړیتوب په روپو نه دئ نه بازار کې خرڅیدئ شي سړئ هله سړئ شي چې ولس پرې راټول خپل شي خدمتګاره له بابا وروسته دي څوک مونږ ته را پاتې چې يووالئ دقام غواړي محمود خان شي یا افضل شي

Mohammad Yousuf Khydmatgar Mazdoorzoy, Norway -
بېرته شاته