(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپیلنی نظر

گرانی انځور دلاهم جیب کی ساتم هغه انځور چی تا یادگار راکړی په ډ یره مینه ورته گورمه زه ستا د هجران دشیبو غم غلط دی له غمازانو نه یی پټ ساتمه زما دمینی دنیا گی یی گرانی دانتظار شیبی د وغزیدی ستا د راتلو په طمع ناست یم مدام اوس په وعدو هم اعتبار کم شوی له لبا سی یارانو کرکه لرم زړه می پښتون غوندی په عظم ولاړ کله ناکله له خفگانه ځینی غواړم انځورته د نور اور ورته کړم که گوندی هیره می شی خو ورته اور ورته کولای نشم ځکه زړگی به می هم اور واخلی خاوری ایری به شی .......... داچی نظر می سپیلنی ده له تا داچی داهیلی می لا ستړی ښکاری دا چی ارمان می په سلگو سلگو دی دا چی زړگی می له زخمونه ډک دی همدغه به بس وی گرانی ........ گرانی انځور دلا هم جیب کی ساتم او ورته اور ورته کولای نشم ستا د لیدو په هیله ........

Abdul Hafiz Malyar -
بېرته شاته