(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خټــو کــور

زه په حجرو کې یم لوي شـي ټـنګ ټکــور خــوښوم د فـن په غــیـږ کې د ادب او سـیاسـت شور خـوښوم وروري مـــنم غـــلامــې نـه مــنـم پــه جـار وایـــمه د ورورولۍ جـذبـه په زړه کې لـور په لـور خـوښوم د بـل پـه مــټـو کــه لــوئــېږم هـډو لـوئ دي نـه شـم پــښـتون ځـلمې یــم زه د خـپـلـو مـټـو زور خـوښوم قام په سیاسي ، ثقافتي پــیــژنــد ســیـنګار غــواړمه زړه او دمـاغ کـې د پــښــتو د مـیـنې اور خــوښــوم د پـردیــسۍ د ژونــد مــاڼــۍ کــې ګلان کـلــه کــرم زه کــبـیر ســتوری د وطــن د خـټـو کــور خـوښـوم
-
بېرته شاته