(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد کبير ستوري په یاد

چې مــئین په پښتونوالي شي کبیر شي پت ښـــیګړه ننګ او تـوره ئی تقدیر شي په سکروټو لـیکي خپل ژوندي خیالونه کــه بیداره د پــښــتـون اوده ضــمـیر شي دقــلــم د تــورې بــــریـښ ســره لـــوبــیـږي ښــکاره نــخــښه په ذهـنونو د توپیر شي سـندريــزه جــامــه واغــوندي پـــیـغام ته چې ســاده د پښـتـنـو د ژوند دستور شي سـتوري سـتوري رڼاګانې په ياد پريږدي پــاتې قــــوم ئې پـه ژړا دده پـه ويــــر شي دکـــونـــړ په تـــنــر بـــيا زمـــا ســـلام دی کــه ټاټوبی بيا د داســې بل صــغـيـر شي پښــتانه به هـلــه ياد هــنـر د نـنـګ کـــړي کــه دنيا د کبير ستوري ته دوې ځير شي

دشفېق ادبي څېړنځی مشر کابل – افغانستان
-
بېرته شاته