(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ادب سالار

د ادب هـــر يـــو ســــــالار رانه ورکــــــېـــږي ددې ژبې خـــــدمــتـــــګار رانه ورکـــېــــږي زمــــا ســــتورى په پـــښتو باندې مــــئين و د هـــمــدغه بـــڼ مـــالــــــيار رانه ورکـــېږي د رشــاد پــــــسې مـــــــې ډېــــره ژړا وکـــــړه د ادب ســــپــېڅـــلې لار رانـــه ورکــــېـــــږي د غـــزل د تـــــــاتـــرو پـــسې اوتـــر شـــــــوم د حــــمــزه د پــــټـــکي تـــار رانه ورکــــېږي د ادب پــه مــــات درشـــل به پــښه کـــېږدم د فـــرهاد غــونــدې مــعـــمار رانه ورکـېږي زه لــه دغـــه ســـتړي ژونــد نــه پـه تــنګ يم قـــلـم مـات شــي ســــتړى يار رانه ورکېږي د پـښــتــو ســــنــدرې نه راوړي تــش راشي دې خــزان کــې نــغـــمـــه زار رانــه ورکـېږي که دې بل ستورى له مانه خدايه واخيست د ټــــــول عــمــر انــتـــظــار رانــه ورکـــېـــږي د کــاروان او د ســاېل دواړو خــېر غـــواړه اى مـــياخــېـله يــکه زار رانـــه ورکـــېــــږي

-
بېرته شاته