(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

زما جونگړه زما کور پاتې شو خېبره تا باندې مې پور پاتې شو ما به ويل ټول به يو ځاى اوسيږي پښتون هماغه شانې خور پاتې شو لاړمه زه ترې د کابل په لوري دلته زما نه سکه ورور پاتې شو د زړگي حال مې بيان نه کړ چاته! زړگى هماغسې په شور پاتې شو د لر او بر پښتون مې نه کړ يو ځاى د اغيار دغه يو پېغور پاتې شو "اکرامي" ستا دا دنگه دنگه ځوانې خاورې ايرې شوه تش دې گور پاتې شو

٢� -٥-٢� � ٨ Najeeb Ullah Akrami
-
بېرته شاته