(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

راغلې پسرليه! ښايستونو سترګې تورې کړې عجبه رنګيني شوه سرو ګلونو سترګې تورې کړې اوس به دَ افغان خاوره هم وويني مستي لږه ځوانانو پټکي وتړل او جونو سترګې تورې کړې ګورو به رقيبه چې نفرت که محبت ګټي باروتو سترګې خړې، قلمونو سترګې تورې کړې دا دَ ګل اندام جانان دَ مينې کمال دى که نه؟ غم لاسونه سره کړل چې يادونو سترګې تورې کړې دَ عشق په جل وهليو دَ رحمت باران کېدونکى دى ګوره چې دَ حُسن اسمانونو سترګې تورې کړې مونږ به اوس حېرانه دَ رڼا په لاره تګ کوو غږ دَ سباوون په تورتمونو سترګې تورې کړې

Abdul Hadi Hairan
-
بېرته شاته