(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غـنـم لـو(منظومه)

نن چې غنم لوئِيږې،د غنم لو موســم دی ما ته یـــــادېږي هغه تېروختونه د کوچنیتوب تنکي ـ تنکي یادونه - ما به په سرد درمند د نقره یي وږو له پاسه د لمرګرمواو زري وړانګو کې درمې کــولې د قـــفس له پـاره -پدې موسم کې به چـغکو زېږول بچوڼـي اودمینا بــچي به لوړ چنارنه ما کوزول څومره په خوند به مې سا تل دا دې درمو کپس کې وه دروازه یې د درمو کله ګردۍ ــ کله چارکونجه ښکلې ښکلی چیوس به دې بچو کوه زماپه وړانـــدې نازک،نـــــازکه یې ژیړـ ژیړ خاره ګـــي ... چی رپول به یې تنکي وزرونه ښکلي ـ ښکلي لکه د دوه مینو زړونه د دیدن په وخــــت کې زه پوهیدم چی تـــلوسې یې پارېدلي د خوراک له پاره مابه په خوله کې ورکولې کچۍ... اخ ! د ژوندون هـــــغه خواږه یادونـــــه هاغه سپېڅلې مینې هغه لومړي وختونه ٭ ٭ ٭ نن هم غنم لوئیږي ، دغنم لوموسم دی نه درمند ځای او نه غوبـــلونه شته دي نه له ژوندون څخه خونـدونه شتــه دي هلته وو درمند او غوبلونه کیدل ؤبــه حشــراوديــدنـــونه کــېدل هلته د کلي ټول غـــــوایی ، به تاویدل په درمنــد د جایجایې خواکې به تـلـل د زنځیر خپور په شکل هلته به سیوري دنیالګیولا ندې ګرم شمال خوږ لګـېده مـــــــوږبه د سیــــن ســــړو اوبو نه مــــنګــوټي ډکول سړواوبوکې به مینځل موږ زردآلــــــو او تـــوتان ... او وار په وار به موغوبل تا وا ؤ زموږ د بلبلې او مینا بچــــوبه ، د جایجایي په شا ډوپۍ وهلې . ٭ ٭ ٭ نن چی غنم لوئیږي،دغنم لـوموسـم دی؟! دلته تریــــشل په خوله کې وږي نېسي لکه نهارښامار یې ځان ته کاږي نه شته ، غوبل ، نه درمندونه وینم نه د ژوندون څخه خونـــدونه وینم احساس بوډا- بوډا دی اوس د چغکو په ځای ، راته چغـیږي ګلالي ماشومان ژیړې زبېښلې څېرې شونډې رپۍ ! له ما نه غواړي دانې،داسې دانې چې کالوري ولري خو زه یې تش ور ډکومه ګیډه هغه هم کله ـ کله زه یې د سترګــــــو آینــوکی ناهـــیلۍ وینمه لکه دمات زړه په آینو کې له نفرت نه لیکې د سیوري خوند نشته ، ـ اوبه ترخې ـ ترخې دي اخ ! د ژوندون هغه خواږه یادونه : اوړی را اوړی می په زړه یوازې اوړی را اوړی می په زړه یوازې

اهـــتــمــام ( شینه ـ کابل ) -
بېرته شاته