(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نغمه

درست حواس مې له خوښۍ نغمه نغمه وي چې د حسن تصور د زړۀ مېلمه وي چې خيال ته مې راځي خوشحالي را وړي د جهان زيبايي ټولې پرې همه وي شوخ نظر يې په خولو كې لمبومه (چې د شرمه يې مخ ټكنده غرمه وي) د پتنګ او شمې سولو ته څه ګورئ بيا به هغه مكرره ډرامه وي نه زړېږي نندارې د شوخو سترګو چې هر دم يې بلّ ناز، بله پلمه وي پسرلى يې- په ګلونو باندې ګوري تصور يې د پغمان خوږه وږمه وي پرېږدئ لاړ شم لوى ها مون. لويې بېديانه سر پناه مې د آسمان د زړه خيمه وي ستا د حسن لېونى هره شپه ګوره په نوريانو كې يې جوړه ډمامه وي د آسمان د ورشو شپون كړم حسن او ميني راته پنډه درڼو ستورو رمه وي

Ustad Mohammad Sediq Pasarlay -
بېرته شاته