(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون سندره

راځئ چې يا قربان کړو نن سندره د پښتنون سندره د پښتون چې وکړو په کې ذکر او خبره د پښتون خبره د پښتون راځئ چې په کښې وستايو تاريخ د لوى خيبر راځئ چې په کښې ياد کړو اشنغر او پېښور ايلم په کښې ښکاره کړو ملاکنډ په کښې په سر د سوات او د مردان په کښې تکرار وکړو اکثر تاريخ په کښې ګواه کړو ښه په نره د پښتون په نره د پښتون چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون خبره د پښتون راځئ چې لږ ور تير شو د کوهاټ نه تر ګومل د حسن ګل خو کورمې دی ټومبلي په اوربل جنوب د پښتونخوا کښې شاړې غرونه او ځنګل د کوئټې او چمن خلق ځا ريږ ي يو تر بل دا خاوره ده تر مشکو معطره د پښتون معطره د پښتون چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون خبره د پښتون په بره پښتونخوا کښې شرق ته پروت دى ننګرهار کابل دى که غزني دى که پکتيا که قندهار د ټولو پښتنو افغانستان دى مور او پلار که لر دى او که بر دى يو يې نوم يو افتخار نامه ده په نړۍ کښې منوره د پښتون منوره د پښتون چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون خبره د پښتون په دې خاوره پيدا دي ايمل خان او دريا خان د تورې او قلم خاوند يادېږي خوشحال خان که يو طرف ته ګورې مبارز دې پير روښان په بل طرف بلبل د شاعرانو دى رحمان په هر لحاظ ده خاوره بختوره د پښتون بختوره د پښتون چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون خبره د پښتون په هر زمان پېدا دي په دې خاوره ښه ځوانان د تورې غږ ختلي يې په هند او په ايران احمد دى که اېپي دى که ښاغلې پادشاه خان حاجي د ترنګزو دې که شينوارى حمزه خان فيروزه ښه کيسه ده معتبره د پښتون معتبره د پښتون چې وکړو په کښې ذکر او خبره د پښتون خبره د پښتون

Feroz Khan Afridi -
بېرته شاته