(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یار حسن- دا هر څه ولې؟

ته مې ولیدې په تا باندې مين شوم گلې ستا دمخ رڼا باندې مین شوم نازونه او کرشمې چې تا کولې گرانې ستا هره ادا باندې مین شوم په سرو شنډو به موسکئ شوې غلې غلې ستا دسروشونډو موسکا باندې مین شوم سترگو لاندې چې دې ماته راکتلې غلچکو سترگو په غلا باندې مین شوم او که لنډ يې درته ووایم جانانه خدای درکړې دې ښکلا باندی مین شوم ---- دا هر څه ولې؟ هرې خوا كې وژل كيږولاوسلې دي نن سبا مو په وطن کې جنګ جګړې دي ټول بيكوره شو له ژونده يو بيزاره هيلې مو شوې خاورې مړې زمونږ ډيوې دي نښه كړي يو ټانكونو اوتوپونو اور شعلې موپه كورونو را خپرې دي نه مو دوست شته نه مو پاتې كوم خواخوږی پل په پل بيا راروانې تورې شپې دي شهيدان چې يي پلرونه شول جهاد کې نن د هغو يتيمانو سترګې سرې دي خدايه ولې دې دا حال پر مونږ راوستې چې اوچتې مو د ځوان زاړه نعرې دي پسرلی هم رانه په تيښته كې دې خدايه نو باغچې ددې ګلبڼ مو بيا سپېرې دي "حسني" ودان وطن له ربه غواړم تل لاس په دعا يم دغه مې جملې دي

Mohammad Jan Hassany -
بېرته شاته