(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

سپوږمۍ ته ګورمه، ګلونه به څارم درپسې زه مسافر يمه ملکونه به څارم درپسې ته پټوه په تورو زلفو کې رڼا د رخسار زه لېونى يمه دا غرونه به څارم درپسې د قبر خاورې چڼوم ايرو کې ګوتې وهم ته زما خوښ يې کنډرونه به څارم درپسې د ښار غرمې چې لنډوم ستا د اوربل سيوري ته تا راولم ړنګ دېوالونه به څارم درپسې منګله! ته چې کومو ډوبو سترګو يوړې رانه ما دې هم يوسي دا سيندونه به څارم درپسې

Professor Asir Mangal د پروفېسر اسير منګل د نوې شعري ټولګې "ايشمه" څخه په مننه -
بېرته شاته