(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

اوښکې څه داسې چل په سترګو د جانان کې کوي لکه واړه چې پټ پټوڼی په باران کې کوي ما د ټپې غوندې په غېږه د ژوندون کې واخلي ماته زما قیصه په جار او په قربان کې کوي د غوټۍ پټ تبسم هم د ګلستان برخه وي دا خلک څنګه ژوند په ذات کې او په ځان کې کوي؟ د پښتنې مینې د زخم د ګلابه زار شم چې تل ګلونه په فراق او په هجران کې کوي یمه حیران دا دلته دومره خاموشي ولې ده؟ پاڼې که وچې هم شي شورخو په خزان کې کوي چې زړه ترې غواړي، سر ترې غواړي د خیال اور ترې غواړي سائل ژوندون د داسې مینې په درمان کې کوي

Rahmat Shah Sayel -
بېرته شاته