(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عبدالحفيظ مليار شعرونه

شهيد به شمه دا ستا د سينو د محبت تفنګچۍ دی له مرميو ډکی او په ماشو سپری دی له ډير حيبته مخامخ تاته زه دريدﻻی نشم ځکه شهيد به شمه په اخرت به زما لاس ستا په ګريوان پا ته شی ماويل ماويل ګﻻن به در تحفه کړم ګرانی خو ما د در تللو جرء ت ونکړلو اوس می په لاس کی ګلان ټول مړاوی شول عبدالحفيظ مليار ويانا ----- د اروپا ښکلو ښارو کی ګرځم د خټو وران کلی می نه هيريږی ما چی خاپوړی پکښی کړی خلکو هغه جانان کلی می نه هيريږی هغه ښا يسته د ماشومتوب وختونه هغه ښا يسته د ليونتوب وختونه ليندی پنډوس او خوسۍ لوبی به وی لکه مجنون د مينتوب وختونه نجونی ګدرته تلی روانی به وی په شان دزرکی خراما نی به وی په دا لاسو به يي منګی ډکوه څومره باننګه قدر دانی به وی اوس می هغه شړ شانته ګدر ياديږی هغه هر پښتون راته دلبر ياديږی په محبت چی به مو غيږ کی نيول هغه ميلی مو د اختر ياديږی حفيظ مليار يمه هجران زبلی خمارو سترګو د جانان زبلی زړګی می دلته پټ ګوګل کی ژاړی يمه دردو د افغانستا زبلی عبالحفيظ مليار ساپۍ _ ويانا --- ولاړه ومه چی له وطن ځينی وتلی ولاړه ومه لکه ماشوم چی د ژړيدلی ولاړه ومه يو خواته جنګ بل خوا وطن بل خوا دهجر لمبی اوښکی پر مخ تلی _ تلی تلی ولاړه ومه د غمو پيټی در سره وه په سفر روان وی سپين سري مور چی ښکلولی ولاړه ومه پدی ارمان وی چی وطن ته بيا کله رايشۍ په سر د خاوری بادولی ولاړه ومه شونډی د وچی وی بچی د ښکلول روان وی حيران حيران چی د کتلی وﻻړه ومه له ډيره درده می زړګی نږدی وه و چويږی د غم سلګی چی د وهلی ولاړه ومه حفيظ ملياره دا لحظی وی له ماتمه ډکی د خدای په امان چی د ولی ولاړه ومه

Abdul Hafiz Malyaar Sapai -
بېرته شاته