(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو

زما محبوبې په ما ګرانې زما ځان پښتو زما د پلار نيكه شملې دين و ايمان پښتو ستا د ادب د پلوشو د نندارو په مينه كانټيننټل كې راغونډ شوي ډير پوهان پښتو څوك دې هنر څوك دې تاريخ څوك دې ادب يادوي څوك دى د پټو خزانو راسپړي كان پښتو د پښتو پېغلې ستا پيكی څڼه اوربل جوړوي كه ډاكټران دي كه پوهان كه شاعران پښتو زه يم خوشال كه څوك تنقيد كړي كه نظر وركوي خو چې د زړه په مينه كاندي ستا بيان پښتو اى زما ژبې زما ژوند زما ملي ناموسه ستا نه لوګي شم ستا نه جار ستانه قربان پښتو دركوم زيرى زما ډيرې نازولې ليلا اوس دې خوريږي پلوشې په ټول جهان پښتو كه يې ناوونو ګړنګونو او ميرو كې لويه يا لرې پاتې لــه دفتر او لـه دېوان پښتو خو دغور غرونو سړبندونو كې اوس هم كړنګېږي ستا د كروړ د حماسې عالي داستان پښتو د ښكارندوى د شيخ متي دبيټ نيكه په سيمه بيا راټوكېږي د ادب رنګين ګلان پښتو تا وربخښلى دى ثبات چې هسكه غاړه دى لا د بابا غر دى كه دى غر د سليمان پښتو د ننګ سندرې دې لا ورځ په ورځ مستي راولي هم په ميوند هم په خيبر هم په بولان پښتو ستا پوهنتون كې يې هم توره هم ادب لوستى وو ځكه منلى نړۍ والو خوشال خان پښتو تا د نازو په خولــه روزنه د ميرويس كړې وه شو ځلند ستورى د ميړانې د آسمان پښتو ژور فكرونه لوړ خيالونه نازكۍ باريكۍ موشګافي ده د حميد درومرجان پښتو تاكې اخلاص مينه دوستي او پېرزوينه وينم چې شوه ساده انشا رنګينه د رحمان پښتو په لرغونتوب كې دې نشې د پېغلتوب پټې دي چې لى په لى دې په لټون دي عاشقان پښتو تاكې وفا ملي وحدت همت غيرت نغښتى دى توره جرئت دې دى بې سارى لوى عنوان پښتو ستا ښه راغلئ ستا هر كلئ امتيازي سلوك دى په دې قائل دي د پردو ژبو پوهان پښتو څو چې دا ځمكه دا آسمان وي دا نړۍ آباده تا به پالي چې څو وي پاتې يو افغان پښتو ستا مروت مېلمه دوستي په وطن سروركول اوچت ساتي لــه هر چا ستا عزت اوشان پښتو دا ستا ستاينه دوريانكوف، تبرا، په مينه وكړه د جعفري او رام راهول ډېر ډېر احسان پښتو زمونږ ارمه زمونږ ژونده په دنيا جنته ستا په ژوندون كې زمونږ ژوند ښكاري روښان پښتو د هر چا خپله خپله ژبه دوى ښاغلى دي پرى مونږ ته هم ګرانه ده زمونږ ملى درمان پښتو ستا د لوړتيا او پراختيا پسې ژبۍ ده زما خو د ميږي په پله روان دى ستا كاروان پښتو زما كوچۍ زما د غرونو غرڅنۍ ملوكې! د مخ شغلې به دې عالم كاندي حيران پښتو اوس دى ورو ورو د نوي ژوند نغمې خورېږي هره خوا درته پسخېږي ښځه نر زاړه ځوانان پښتو د پښتو پېغلې ستاولور كې موسرونه شه زار ته مو ډېوه يې مونږه ستا يو پتنګان پښتو ستا عاشقان ستا مينان ستا شاعران لكونه خو زه لـه هر چانه اول ګڼم خپل ځان پښتو ستا د ښكلا ستا د ادب د پلوشو په رڼا كانټيننټل ته عالمونه راروان پښتو زه خو په زغرده ډانګ پيلى درته وايمه دا په پښتو ژبه كوم تاسره پيمان پښتو چې د ژوندون تر آخرۍ سلګۍ به پالمه تا تر دې شيبې مې هم دركړى امتحان پښتو چې برابره شي سيالۍ سره د سيالو ژبو د سېلاب زړه كې دى فقط دغه آرمان پښتو

Arwahaad Sailab Sapi -
بېرته شاته