(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زما دکلی - هغه ګیډه به پړسیږی

ای باده دسبا پوښتنه به کوی زما دکلی سلام په وایه په لوری که ورځی زمادکلی باده آثارد ویجاړو کنډوالو می ته پیدا که ښه له نږدی لاری کوڅی به لټوی زمادکلی ډیرخزانونه په تیرشوی ای باده درته وا یم پا م پاڼی د ګلاب ونه ریژوی زما د کلی هسک شوی بیرغونه دشهیدانو په قبرونو رپوه یی رپوه یی په هد یری زما د کلی ورځه ورځه ای باده زما دکلی احوال راوړه لپا ره د پردیس به کاڼی ښکلوی زمادکلی ښکاره کیږی به فضاء زمونږ دکلی خړه پړه دا سپیری دشتی په باران به لمبوی زما دکلی ---------- هغه ګیډه به پړسیږی هغه څوک په ستړیا کله پو هیږی چه همیشه په اوږو دبل سو ریږ ی په اوچتو بلډنګو کی چه وی ناست هغه کله د جو نګړی نه خبریږی په پاسته مړوند چه سروی لګیدلی نو سختی د شبګیرو څه معلومیږی چه یی غوښی دمظلوم وی چاخوړلی ته یی ګو ره هغه ګیډه به پړ سیږی یو دوخت ډوډی ته حیران ناست دی بل د ګاډو په رنګو نو نه خوښیږی په وږی ګیډه یی شپه ده سبا کړی دغریب پښی به خا مخا لړ زیږی څه به غم دبچو دتعلیم و خو ری هغه پلا ر چه په ګیډه نه مړیږی غفلت نه دی بیوسی زه ورته وایم دا دور کی چه تعلیم نه پا تی کیږی نه وچیږی چه خولی یی له تندی نه هغه ستړی یاسین زی ته وخندیږی (ډاکټر یاسین زی)

Doctor Yasinzy -
بېرته شاته