(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوظ

چې يو ټوټې ټوټې دی بل د نړۍ د موجوده قامونو د لېونۍ منډې نه د سلو کالو په اوږده فاصله وروستو دی پاتې او حېران ولاړ دی زه د هغې پښتون بدبخته قام بدبخته شاعر په دغې قام نازېږم په دغې قام باندې سندرې ليکم او په سندرو کې په خپل سپېرۀ بخت ناز هم کووم ځکه چې زه ، خداېې هم په دغې قام کې په دې لوټ شوي او غمژن وطن کې بس يو شاعر يم زېګولی ، شاعري به کووم ددغې قام دغې وطن او دغې خاورې په نوم او په دې يقين چې د دنيا دا موجوده قامونه په خپله منډه کې رالاندې کړمه او د خپل قام د مخه ټولې کرښې اوباسمه د سرو لمبو نه ېې را اوباسمه ورله نم ژنې سترګې پاکې کړمه او په لاسونو کې د حسن پسرلي ورکړمه او په پاړژنو رپندو شونډو کې ورکړم د مينې او سپرلو سندرې چې دا جهان اومني چې پښتون هم په دې دنيا کې د يو قام په نامه د يوې ژبې يو تهذيب په نامه د ژوند جوګه ، اولس جوګه قام دی

Rahmat Shah Sayal -
بېرته شاته