(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځـوانه

وران دی ګلستان دې ای بلبله ! د پښتون د باغ نوم د رقيب ليک دی په هر بوټي د مجنون د باغ خوار او زار بچي دې بې هنره بې کماله دي غوږ يې دي کاڼه لاسونه شل سترګې بې پرکاله دي لال ډوب دی ايرو کې او مرجان پروت دی په خاورو کې زوی د شهباز ګرځي چمړۍ خوري په سيل د واورو کې پاڅه ای ځلميه ! مستي توره او ايمان واخله شړق شه، اور شه، تندر شه او نر شه خپل جانان واخله توره دې راواخله ننګ پښتو او اسلام پورته کړه له خپلو مستو سترګو دې نامه د غلام پورته کړه پاڅه ننګياليه ! نن دلبر او جانان وګټه نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه ټول جهان حيران کړه د خپل ځان په تماشا ای د احمد ځويه او بچيه د شېرشا!

Arwahaad Ghani Khan A philosopher poet -
بېرته شاته