(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چاره څه کی ده؟

ساقی خمار می نه ماتيږی چاره څه کی ده ؟ په خم می سترګی نه مړيږی چاره څه کی ده ؟ ماته ريبار زما د يار د بد لفظی و ويل دا مات زړګی می نه صبريږی چاره څه کی ده ؟ ټول افغانان راته ديو بوټی ګلان ښکاريږی يو چی له بله نه ځاريږی چاره څه کی ده ؟ مينه وفا او صداقت د انسانيت چوکاټ دی داچي پری ځينی نه پوهيږی چاره څه کی ده ؟ چا راته ويل ديمو کراسی ده يويشتم قرن دی د < ډيورنډ > خط لا نه ورانيږی چاره څه کی ده ؟؟؟ ؟ افغانستانه له تا وتی يم لحظه هير نه يي په تا چی کاڼی راوريږی چاره څه کی ده ؟ دا په ګلپاڼو چی شبنم وينۍ زما اوښکی دی چی هر سحر پري رابهيږی چاره څه کی ده ؟ حفيظ ملياره ارمانی دنيا ده مه ځو ريږه دا به شی تير خو نه هيريږی چاره څه کی ده ؟

عبدالحفيظ مليار د ويانا ښار اتريش Abdul Hafiz Malyar Östereich -
بېرته شاته