(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکټریاسین زی شعرونه

حیا غواړمه سراومال دی لاړشی خوزه حیاغواړمه د سر و سپینوتمه نه کړم وفا غواړمه دورد فتنو کی نورڅه می پکار نه دی مینه او ورورولی زه له هرچاغواړمه پوهیږمه ځان ساتل آسانه کار نه دی همت تاسو ځلمو ته له مولا غواړمه داداسلام ښکلی ډیوه موشه په لاس کی رسی ټینګه د شرعیت له تا غو اړمه چه دغرب په تماشوکی ځان ډوب نه کړی ناسته او ولاړه دی دنیک خوا غو اړمه هوس دشیطانی نه ګرانه په امان شی مینه د مجنون هم یی د لیلی غوا ړ مه د افغان دتړمو تړمو اوښکو په خا طر غیر ت د غزنوی او احمد شا غواړمه زه یاسین زی نورهیڅ هم نه شم کولای خپله خاوره د مفسد نه صفا غوا ړمه ---- غوغا اورم دادکوم غریب په کور کی غوغا اورم سوی سوی فریا دونه د چا اورم داکوم ظالم غوغا پری جوړه کړی ده په نیمه شپه کی یی زه چه ژړا اورم لایی زړه یخ شوی نه دی په مظلومو چه اعلان دجنازو په هرخوا اورم دغم لړی په هر کور زمونږرادرومی ساندی ساندی په ماښام او سبااورم خوشحالی له مونږه لاړه غم میلمه شو هر مسلم ته بی ګناه چه سزا اورم خدایه ستا لویه خدای کی یم یواځی ویرونه د پښتنو چه تنها اورم دعزت پرده مو وکړی لو یه خدا یه ګډی وډی هنګا می د حیا ا ورم سرخولاړو داحیا زمونږخوندی کړی یاسین زی نه ربه داسی وینا اورم ----------- ماچه وه لیدلی دی باغ کی هغه ګل نه وینم دمرغیو شروشور هم یی الوتل نه وینم داخوشینکی باغ وه تماشی ته یی ورتللم چا ظالم کړلو راوچ چه یی ځلیدل نه وینم خزان څومره ظالم وه یوبوټی یی پری نه ښود څه شوچنارچه ېې د‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌پاڼو رپیدل نه وینم د شنو کفتر و د اتڼ میدان تباه شولو هغه خوبونه دمالیاراوس په څنګل نه وینم دچاله لاسه لمبه لمبه شو دغه شنکی باغ ګرځی باغ کی نابلده پکی خپل نه وینم لاسونه یی ورپری شه چه یی دابوټی وچ کړی‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ بلبلان خسته خسته پکی خندل نه وینم څه وکړم دی بی ننګو له یی باغ دی ورسپارلی ظالمان چه کړی تباه زه هغه اجل نه وینم --- غلی ښه یم دادغم ځانګو کی ځنګیدلی ښه یم مه می ویښوی زه خوبولی ښه یم چه په خبرو زما خلک خفه کیږی مه می غږوی همداسی غلی ښه یم د لته کینه او د لته د ښمنی و ینم د دی وران کلی نه و تلی ښه یم چه په خوږو کی راته زهر راکوی دهغه کور نه پښه نیولی ښه یم چه په غریب به می ملاوه تل تړلی همداسی سر ماتی سرتړلی ښه یم چه داستا په محبت می کړه نازونه اوس دی په نوم زه شرمیدلی ښه یم داسی اورم یاسین زی لکه چی وایی ستا له یاری نه په شا تللی ښه یم

(ډاکټریاسین زی) کوهاټ—غلام بانډه
Dr. Yaseenzai Kohat, Ghulam Banda -
بېرته شاته