(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون غورځنګ

[15.Mar.2018 - 13:32]

 

ملکه! چـــې طرف د رياست کوې .تباه شې

ملکه! د ظـــــالم چې حمايت کوې .تباه شې

 

 

ملکه! په دروغو چې باور کوې ،برباد شې

ملکه! چـــې انکار له حقيقت کوې،تباه شې

 

ملکه! د بوټانو چې عزت کوې .خنزير شې

ملکه! د پټـــکيو چې خدمت کوې ،تباه شې

 

ملکه! د معصومو چې غندنه کوې .خوار شې

ملکه! د وحشـــــيانو چې صفت کوې.تباه شې

 

ملکه! چې ممتاز سره پرلت ته نه ځې .ورک شې

ملکه! وايـــــــــــــه کله به غيرت کوې؟ تباه شې

 

هر هغه ملک ته چې د پاڅون په ضد د سرکار او دربار ملګرتيا کوي..

# ملکـــ نه منم

ممتاز اورکزی

-
بېرته شاته