(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوچک یا پوچک

[12.Mar.2018 - 16:33]

طنز محمود نظری

 

د زمری په غاړه خرمهره 

پنځوسو تنوغلو دا وطن په سرکولپې نیولی یرغمل

کله وزیرسي کله والي سي کله سلاکارسي هر سور غل

چې هر یو له واکه لیري سي بیا دغرتوپرتو بنۍ سي

د واک د لړمون  خوړینو بګیلوغلو سره يې ټیزونه سي مل

***

سوله له طالبانو سره په کوم موم خشره نه کیږي

دمینې بیان په چینګه خوله او خبرو هرزه نه کیږي

ولي دلته  اهل کار ته  د کار مسؤلیت نه سپارل کیږي؟

زمریتوب په خپله غاړه ځړول د خر مهره نه کیږي

***

دلته بډي اخیستل دښې ډیموکراسي یوه پالیسي ده

هر دفتر کې د دولت لخوا  د اړ  دبغل جیب تلاشي ده

زموږ دمترقي وطن ماشین یوازې په غوړو غرتو چلیږي

اصلي کاریې یوازې خپل دصدرۍ دبغل جیب ډکي ده

***

دنظار نوم دلته په سیاسي خبرو  کې ولس دی

نه پوهیږو دلته واک د امریکا   که غنی مفلس دی

دناتو نوی نوم زموږ په سیاست کې نن وطن دی

دخدای لپاره نور ددې نومونو کارول بس دی

ولس ( نظار ) دا غواړي او وطن (ناتو) دا غواړي

په دې سیاسي خبرو پوه دلته هر کس دی

غله سیاستوال  اوس دا نومونه ډیر کاروي

د ټول ملت ویل موخه یې یوازې یونا کس دی

دلته  چلیږي لوچک یا پوچک سیاست

اوس ځینې کارمندان پوچک او ځیني کوي لوچک سیاست

د هوا په اساس  ځان عیاروي کوي ټوله غلچک خباست

هغه چې د کوم لوړ  مقام او منصب ذره لیاقت نه لري

دپاته کیدو لپاره که څه دولت ته ذره صداقت نه لري

کوټکوټاس کوي لکه بسمل چرګ ځان دیو بل دیواله وهي

خپلي بڼکې  شکوي پورته پورته غورځي او دغرتو نغاره ډنګوي  

که ورته ووایې چې په ځای پاته یې یا لوړ مقام ته په هواکیږې

بیا لکه سره سوپره بیزو هر مردارو خوړو ته بداروا کیږې

***

یوه مور لورته کوئ دسیاست بنچک نصیحت

ول د  خپل خسر ګنئ کوه لکه دچکمک عزت 

اولي ورځي خسر ګنی ته  غوړمېچک سلام کوه  

ټولو لویانو او کوچنیانوته غوړلچک احترام کوه

 

هره ورځ نوی  فیشن او د تعجب موډ کوه

خبری د پلار د کورد موټر، تب او کموډ کوه

ناوی چې د زوم کره ولاړه او  هغه ته واده سوه

له اصل څخه ډیره دسیاست هوده سوه 

 

له موډه یې له  شپې په سترګو کړې تورې اینکې

ولاړه  به سوه له   احترامه کښ ته ان د چپلکې

هر یوه ته یې اچوه  لوړ   او غوړ عسکري سلام

راتلو نکي هر میلمه ته ولاړیده په سیاسي خرام

 

اخیر  راغله له وره  د زوم د کور توره پیشو

هغه لکه مینځه ژر ورته  ودریله په  دوو پښو

غوړ سلام یې واچوئ تورې مورې پیشو ګۍ ته  

هغې شوخي  ورانکارې  موږک  نه نیونکی  بد رګۍ  ته

 

ناوې په اوله شپه ولویدله له لسو دولسو  زینو

په تورو دودي اینکو کې په تیاره کې په ښه  نه لیدو

هم ګوډه سوه هم سبب سوه  د تولو  دملنډو اوخندا

ځکه کوئ یې د سپيني ورځي سیاست په تیاره بیګا

***

اوس میړه له جنګرې ویریږي او غوړه ماله يې خوښیږي 

دنورو یې بلا ورپسې ښه سیاست  دلته دغسې کیږي

دې توکرۍ کې ورستې ټولې هګۍ  سوي دي سرک

سمي وطني هګۍ ټولو مقامو نو ته سوي دي پچک

بنچک (اصل)؛ لچک (ناز)،

-
بېرته شاته