(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سرحد

که ته اوس هم ماسره مینه کوې مینه سرحدنه مني ـ کرښه تر منځ - یوبل په غېږکې رانیولی نه شي مېنې یوبل کې حل کېد لی نه شي نوزموږترمینې د ډیورنډدغه رټلې- نامنلې کرښه چې موږ پخوا لادامنلی نه شوه، ولې جفاوکړوله ځان اوحقيقت سره بیا... پـــــــــدې سپــرلي کې دغه دمینې په پلازمېنې زړه آغزي وکــــــــرو. (کابل- ۱۳۸۶ وری) ---- دمرحوم غني خان د مړیني د څلوېښتمې ورځې د یاد غونډې اومشاعرې ته چې د لیکوالو انجمن جوړه کړې وه. ظــفـرخان « اهتمام » توپان بیا یو ځلي ومروړلې ګوتې هغه ګل یې د سپرلو او رنګینو چې چکو یې د ګېډیو دغه بڼ ؤ غني کړی زیږول به یې تل ژوي او نبات پدې بڼ کې خوځېدل او کړېدل به او آن دا چې لوبغاړۍ به یې کولې دې څېرو په دغه بڼ کې هو ! غنده یې ناروا په شکوڼي جسم او تله یې سړیتوب د مینې هغې ترازو کې چې ورېښمین مزو یې ازاد وهل ټالونه وه ډنډه یې د بابا د غیرتي پلوسې څانګه نن هغه ګل سیلۍ وموښه په ګوتو پرې شېبې د ژوند عطرینې ولاغني شوې دا بد ژوندون مېلمه شو راټو کیږي به سپرلو کې تل تر تله تر څو دا بڼ په نړۍ وي څو ژوندون او دا لړۍ وي کابل : ۲۹\ ۱\ ۱۳۷۵ ل - ل

zafar ehtimam -
بېرته شاته