(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پشتین ته

[27.Feb.2018 - 11:08]

  

 

ما ته سيال کړې ما پښتون کړې ما افغان کړې

ته پرېدى وې ما را خپل کـــړې ما د ځان کړې

 

ما سالار کړې اولســـــــــــونه در پسې شو

ما مخ کشه د پښتــــــــون د ستر کاروان کړې

 

د پر لار وې د بې ننګــــــــــــــــو دلالانو

ما پر لار د هــــــــــــغه ستړي صمد خان کړې

 

تا وفا زما له ښو سره و نه کـــــــــــــــــړه

ما هــــــــــــــم لري له کاروانه په ډېران کړې

 

وخت به راشي بيا به زه هـــم در په ياد شم

بيا به زما په ملګرتيا پســــــــــې ارمان کړې

 

( پخواني ملګري منظور خان ته ډالۍ )

حفيظ الله ياد 

-
بېرته شاته