(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[24.Feb.2018 - 12:39]

غزل

 سيد صابرشاه صابر

زما د ژوند حصه ده کنه , نمر زما رديف دے

رڼا مې کافيه ده  او  سحر زما رديف دے

 

زما د ژوند په سيورو يې خوارۀ دي عظمتونه

زما د فکر حسن دے " خېبرزما رديف دے

 

سپوږمۍ ! په تا غزل ليکمه تۀ مې کافيه شوې

او ستا د خاورو خټو بام و در زما رديف دے

 

د امن د  کونترو سېل  زما کور نه خفه دے

د جنګ د غېږ سړے يې کړمه " شر " زما رديف دے

 

ائے راشه چې درپورې کړم د ټول غزل رنګونه

ائے راشه نن خو " شتۀيم حسن ور زما رديف دے

 

زما نه بيليدے نۀ شي  زما سره  ټوپک دے

او ماته توريالے وائي , سنګر زما رديف دے

 

صابره تجارت کوم د مينې , په سفر ځم

دړدودنه مې ملګري دي , پرهر زما رديف دے

22 جنوري

-
بېرته شاته