(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ سيند

د کونړ سيند يمه څپو کې لراو بر يادوم زه يم خادم دخپل ملت پښتون ټبر يادوم بيادغني له شعر ديوان سره موجونه وهم زه د و لي بابا ارمان اټک خيبر يا دوم لکه دباز برۍ به پورته کړومنګولوکې خپل چې سره ټول کړي پښتانه سوله هنر ياد وم جرګه جرګه به شي دخان غفار مزاره پورې د نارنج ګل ميلې ته ځي ترنن ګرهاره پورې سوله به بيا په خندا راشي دا جانان وطن ته د تمدن کاروان سره د ملنګ جان وطن ته بيادنازو د ارمانونو ميروس خان به راشي بيا دحفيظ د ارمانو ښکلې دوران به راشي

-
بېرته شاته