(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپېنه کوتره

[19.Feb.2018 - 07:55]

راوالوځه ،ګډاشه دخېبر دلوړه سره

واه واه سپېنه کوتره

دمینې فضاجوړه کا،دامن پیغامبره

واه واه سپېنه کوتره

 

داخونه دتاریخ ده، دپښتواو دایمان

دښمن یې راته سېزي دبمونو په باران

داظلم اپوټه کا، دجنګونو له سنګره

واه واه سپېنه کوتره

 

نن وخوره چورلکونه زماوینه مستانه کا

خبر مې په مېړانه دا مغروره زمانه کا

دننګ چغه پیداکا، دنرانو له ‌‌‌‌‌‌ډګره

واه واه سپېنه کوتره

 

داخپل مستانه قوم دخپل خایست په تماشه کا

دې وینه کښې،دې مینه کښې پیدانوې جذبه کا

دا شراو فساد ورک کا، له هیواده سراسره

واه واه سپېنه کوتره

 

ېو داسې امن غواړم، چې زما دخاورې پت وي

دبم او ‌‌‌‌‌‌ډالر نه وي، داېمان او دغیرت وي

پحپله پلی شي دمحراب نه تر ټغره

واه واه سپېنه کوتره

 

سپرلي د جنت راشي دې جنګونو سوي کورته 

ملي زندګي راوړي دغه خاورې دغه لورته

ژوندون شي مينه مينه دلته کوزه هلته بره

واه واه سپېنه کوتره

خپل حسن زما ننګ راته يو نوې فیصله کا

د وخت د شين اسمان په پلوشوکښې موجرګه کا

خټک ته زېري راوړه د وطـن دسپين سحره

واه واه سپېنه کوتره

[ دپښتو د ادب پلار اجمل خټک ]

-
بېرته شاته