(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنز

[24.Jan.2018 - 14:24]

  طنز  

محمود نظری 

 واکمن

  

چی دپاکستان له بازار څخه یې  دیپلوم تر لاسه کړی وي

د هغه دپرتوګاش په لیدو خلک  هغه  ته حاصل کرده وایي

په سلو کې اتیا د اوس واکمن ټول د پاک حاصل کرده دي 

چي دفاکلتې فارغ سوی وي هغه ته بیا تحصیل کرده وایي

یو بله  ډله د نقاق ډاکټران د افغان د تاریخ دښمنان دي

دې دګوټو په شمېر د پردو غلامانو ته دلته کم اصل پوده وايي

***

 

هلته چې شتمن عزت لري  هلته غلا خلکو ته شمشمه او اعتبار لري

که پوهه مقام ته لازمي سي هلته بیا جعلي دیپلومونه  ډیرښه  بازار لري

هر مشر شل  لکه ځان بې سواده دوستان حاصل کردهسلاکار ان لري

د اساني  رسمي غلا لپاره دلته جهادي غرتي او جعلي دیپلوم  ښه بار لري

 

دا وطن په دې دیپلومي غلو   نه ابادیږي  بیغمه اوسه لالا غني

چې هر مشر  یې سل لکه کوکي طوطیان  ویاندان شرین ګفتار لري

دلته هر چوتارسړی له یوپسه سره غواړي د ټول کلي شپون سي

مالدار ته خوار او زار ګوري څکه په غاړه د پیرامریکا  بابا تومار لري

 

بې ځایه غرور لکه دشیطان سترګې ‌‌ړندې کړي دلته  دهر واکمن

هم یې وطن چورکړهم  ټوله ورځ د عدالت غوښتلو غړمبار لري

غدار واکمن بیله د امریکا له امره باچا په جرثقیل لیري کولای نسي

هر یو  واکمن  دلته په سر کې دماغزو په ځای وراسته بوس خروار لري

 

داسې مالومیږي چې ټول د یو ګونډدي دا ِغاښور د ګدام موږګان

 هر یو خپله خاصه  داړه لري هم هر  یو خپل کراييماما او پلار لري

 دا دایمي  د ګدام  وزیران  والیان  اوکومندانان  څوک تبدیلوای نسي

 په اصل کې هر یو یې  نارنجي کالي  تسبیح په لاس په غاړه زنار لري

***

 

دیو واکمن ډاکټر څخه وپوښل  سول  آیا ښوونځي دی هم  لوستې ده

ول شکر الحمداله نه ده مي لوستې  دا بد کار  اخیرت کې شدیدنارلري

ول  شګر الحمدالله مسلمان خو يي او لمونځ دی هم پوره زده  دی 

ول شکر الحمدالله  نه دی مي زده دا د هغه ملا کار دیچې دستار لري

 

ول موږ پوه نسو چې ته حاصل کرده یې که تحصیل کرده یې که کم اصل؟

ول پارلمان ته تحصیل کرده یم ځان ښو دل ولس ته دډاکټر خپل خمار لري

ول خلک ستا له خبرو نه یوهیږي چې تا ان ښوونځی لا هم نه ده لوستي

ول زور وریم په زور چور اوغصب کوم  خلک ميدتحصیل سره څه کار لري

 

دې وطن ته داسې دیپلومومه راځي چې پوهنتون ييلا جوړ سوی نه دی

دلته سیاسې ګوندونه چې ټول  دیو کورنۍ وي سته چې یې ټول ماشیندار لري

دلته د افغان ضد، د وطن ضد، داسلام ضد لوی  او لوړ واکمنان سته

همدا خلک په شورا او اجراییه ریاست کې ډیر لوی ځواک او اقتدار لري

 

د ګوتو په شمېر کم اصل پودهګان هر ورځ په تلویزیونو کې  دنقاق اذانونه کوي

لکه سپي په  بېرته شاته