(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ترممبره

[09.Jan.2018 - 12:10]

دملا په نصيحت به څوک غوږ کيږدي 

تر ممبره چې چغار ستا دپڼو ځي 

دا مرغان ورباندې چتر چتر کيږي

دا باګرام نه سيل بهرته دسکڼو ځي

جونه ستا ځواني مرګۍ باندې ژړيږي

ځکه شور يي ترخيبره دبنګړو ځي 

چې کوم ځاى کې دزمرو نوکي رژيږي

عاشقان هلته په څوکو دبڼو ځي 

خدايه دا بازار تالا کړي په مغلو 

دمفلس حسن په يو موټي چڼو ځي

کاکا جي صنوبر جسین

-
بېرته شاته