(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[09.Jan.2018 - 10:33]

غزل

زړۀ  مې غواړى  چې  مو ژوند سحر سحر وے

 زۀ  او ته  وې  تل  سپرلے  وې  مازيګر  وے

 

چې  د يو  بل  د جبين   شغلو ته ناست  وې

 يخ  يخ  ژمے  وې  او  تړم  تړم  نمر  وے

 

خاموشى مو وې ګويا په شونډو شونډو

 دړد نغمه نغمه وے خوږ خوږ مو ځيګر وے

 

تۀ زما  د نظر سرو لمبو لوګے  کړے

 ما دا  ستا د مخ  په  اور سوے  نظر   وے

 

چې ستا څنګ وې ستا په ګل شونډو نغمې وې 

بيا  دې   تل  تل  د ازغو  په  سر  سفر   وے

 

ستا په هر قدم اوهر پل مې  سجده کړې

 خو چې  ستا د کاڼې  زړه  ترې  هم خبر وے

 

په ساعت کښې په شېبو شېبو باران وے

 په  ساعت  کښې  د ښائست دجبين نمر وے

 

ستا تنها ستا دجنون په بيابان  کښې

 وې   روانه  ستا  د ياد  پنډ يې  په  سر  وے

زاهده تنها

 
-
بېرته شاته