(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[09.Jan.2018 - 10:27]

چې سپرلے پکښې د چا خزان د چا شو 

 کۀ ګلشن  واړه د زړۀ  بلبله  ستا  شو

 

ښه شوه ښه شوه  د ازغو نه څوکې پرې شوې

 ښه شوه ښه شوه  چې ګلاب هم په خندا شو

 

چې  حالاتو  مې  په  خلۀ  لاسونه  کېښول

 نو مارغه  د تخيل  راته  ګويا  شو

 

ما تمام  عمر دى  او ښکو  کښې خندلى

 خو  زړګے  مې  په  خندا  کښې  په  ژړا  شو

 

د غفلت  په  خوب  اودۀ  درسره  فکر 

 د پرون  وۀ  نۀ  د نن  نۀ  د سبا  شو

 

وخته  وخته  وايه  نن   فېصله  څۀ  ده

   چې  غلام  شو کۀ  مې  زړۀ  پکښې  باچا  شو

 

په  پردۍ  زمکه  اسمان  هم  پردے  ښکارى

 هغه  وائى  زمکه  مۀ  اخله  اسمان  ستا  شو

 

چې  کچکول  به  ورسره  د ملنګۍ  وۀ 

 او س د بخت  تاج  يې  په  سر شو شهنشاه  شو

 

تا خو ډېرى  د ژوند  سختې  دى  زعملې

  اے  رحاب ! چې  نن  دے  ولې  وار  خطا  شو

رحاب ملک

-
بېرته شاته