(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څاڅکي

[08.Jan.2018 - 16:18]

څاڅکي توی په بحروبر شي

له لکونواو کروړونو يو ګوهر شي

رنګ په رنګ ګلان پيدا شي غرو رغو کې

پکې يو نيم د ليلی پيکي ته ورشي

مرغلرې ډېرې وځي له دريابه

ځينې ځينې ښکلو پيغلو ته زېور شي

په عمرو اورونه بل په يوه ځای وي

څو پيدا په سرو لمبو کې سمندر شي

عالمونه پيداکيږي بې حسابه

په دُنيا کې د څو تنو تاج په سر شي

ميندې راوړي ډېر زامن ډېر اولادونه

يو يا دوه يې افلاطون او سکندر شي

جودانې قدر يو لعل پکې پيدا شي

نور همه واړه د تورو کاڼو غر شي

په هر سره رنګ سرخرويي نه شي حاصله

هسې نه چې په رنګ سور شي نو سره زر شي

يوه کور کې پيدا کيږي او لوئيږي

يو يې ګوره ابراهيم بل يې آذر شي

فرعونان د خدايی دعوې آغاز کړي

يو ماشوم د خدای له لوري مقرر شي

چې طلسم کاندي مات د سرکښانو

ډير بتان بت پرستان زېروزبر شي

کاهنان يې د راتګ خوبونه ويني

ظالمانو ته پيدا د سر خطر شي

لا پيدا په جهان نه وي نه يې نوم وي

زلزله ګډه په کور د ستمګر شي

لوی جهاد له معصيت سره شروع کړي

په دُنيا کې غرق فرعون هم يې لښکر شي

څوک چې حق او حقيقت پالي دُنيا کې

يوه وخت کې وي موسی بل وخت عمر شي

د اسلام د طوفاني بېړۍ د پاره

لکه نوح لوی کشتيبان قوي لنګر شي

د خلقت له کارخانې نه کله کله

په جهان پيدا يو بل شانې بشر شي

چې رڼا يې په ملکونو کې خپريږي

ټول عالم لره څرګنده لکه لمر شي

د کونړ د لوړو غرونو په لمن کې

نابغه فرزند پيدا د سيد صفدر شي

پښتنه مور هسې زوی واخلي په غېږ کې

چې د دهر او جهان نامي پسر شي

ډير پوهان ور ته سر ټيټ په شاګردۍ کړي

ډېر شاهان يې په تعظيم مخې ته ورشي

همېشه يې قدر کيږي په عالم کې

څوک چې لوی په علم وفضل او هنر شي

هسې نوم هسې نشان يې شي په برخه

چې لوی فخر د ملت او خپل ټبر شي

په شاهي لويو قصرو کې نه ځائيږي

لوی کور غواړي چې اوار د ده بستر شي

ټول جهان ور باندې تنګ شي له ناکامه

اواره لکه نسيم بېرته شاته