(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډالۍ

[08.Jan.2018 - 16:01]

ډالۍ

یو څو کړۍ دي ایتلاف جوړوي

د بربادي نوی ګراف جوړوي

 

د سیاست لوبې یې تاوان کړی دی

رسمي غاصب ځان له صراف جوړوي

 

د نظام دړي په نظام کې باسي

بربنډ مخلوق داسې غلاف جوړوي

 

پنځم ستون یې دی پر شکر پیدا

خاص په قدرت کې اختلاف جوړوي

 

د مافیا قصد له دې ولسه باسي

ټېکداران دي چې شګاف جوړوي

 

چې مظلومیت د هر مظلوم وویني

خوشي خدمت پخپلو لاف جوړوي

 

اوس یې جونګړي بنګلې ماتوي

دې رقابت کې کوه قاف جوړوي

 

عادي سړی دی امپراطوري غږوي

حاکم په زوره ترې نداف جوړوي

 

د مبارزې پر نامه ځار (محمدي)

دلته به هر شعر شفاف جوړوي

 

محمدعوض محمدي

 
-
بېرته شاته