(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محل

[08.Jan.2018 - 15:57]

دسين دسپينو شګونه مې جوړ کړ يو محل

دې ټول خړکي جهان ورته حيران حيران کتل

قالين مې پکې خور کړ دسرو پا ڼو دگلاب

اوچت يې ديوالونه وود سازونو درباب

بيا رنگ مې ورله ورکړ دخوبونو دشباب

هر گل مې ورته راوستو ماليار مې کړ بلبل

دې ټول خړکي جهان ورته حيران حيران کتل

نرګس مې په غيږ راوړهم ميلمه مې کړ رامبيل

دڅانگو دشبنم مې ښايسته جوړ کړ اميل

نسيم په خندا راوړل زيړ ګلونه د چا مبيل

شراب مې ورته ورکړل بيا د اوښکو دبلبل

دے ټول خړکي جهان ورته حيران حيران کتل

رڼا مې دسپوږمۍ کړه دزهرا پستې غزلې

خنداته دتنځرو ښکلې زرکې گډيدلې

دستورو مستې ستر ګې غلې غلې رپيدلې

وروورو پرې مستې راغله دځوانۍ اوريې کړ بل

دې ټول خړکي جهان ورته حيران حيران کتل

يوازې زه بادشاه ومه په سر مې تاج دغم

په خواکې مې دلبره وه مسکۍ ستر ګې پر نم

ماشومه نازنينه پاکه ښکلې لکه گل

دې ټول خړکي جهان ورته حيران حيران کتل

(غني خان)

-
بېرته شاته