(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نظم

[08.Jan.2018 - 14:54]

نظم

خیټه د ډالرو ډکه، لاس کې د زهرو جام

ماته وایې چې ورور پښتون دې ووله، دا جهاد دې

سپینه پګړۍ، لویه ږیره، پټ پکښې خمار دې

دغه ستر کافر له سر چقول اصلي جهاد دې

کور وه، که باغچه وه، که لختۍ وه، که پټۍ وه

باغ یې د پښتون ذرې ذرې که، بیابان که

ځان له چې ورور وژني نو بې شکه چې کافر دې

بل له چې یار وژني دا اصلي زوی د شیطان دې

برق د زور دین ایمان پښتو هم درنه هیره کړه

سیند زمونږ د وینو په چپو باندې روان دې

داسې ګلابي ځوانان دې وچو کاڼو وخواړل

نور جهان جوړیږي خو زمونږ په کور تالان دې

ورشه چې لاهور کښې د چا لوڼه خوېندې ګټه کړي

لویې موټر او ښه بنګله او ښه سور بریتۍ خان دې

هر څومره دله که شي دا دې دله نه ښه دې

دا مشین په لاس چې د خپل ورور مرګ له روان دې

فقه، شریعت، پښتو په دغه ځای تمامه ده

وینه د پښتون په بل پښتون باندې حرامه ده

پاڅه لیونیه په دې خپله خاوره ننګ وکه

خامخا که جنګ کۍ خپل نیکه باچا له جنګ وکه

د بورې مور او کونډې خور اوښکو ته دې وګوره

اې پښتنې وینې پاڅه ودانګه غورځنګ وکه

(غني خان)

-
بېرته شاته