(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچا

[08.Jan.2018 - 14:22]

‎                             باچا 

بادشاهي د جهان څه كړې، ځان له ولې زياتۍ غم

د انصاف تلل مشكل دي، څه به ډېر كړې څه به كم

داسې تخت به څه كړې چې پرې شپه او ورځې ژاړې

خپل غمونه دې لا لږ دي؟ د جهان غمونه غواړې

د ټټوانو په ګله كښې، غټ ټټو مخكښې روان وي

لوئې باچا د ځناورو، د هماو لوئې حېوان وي

دا دنيا د سپي لكۍ ده، نه نېغېږي نه سمېږي

په وجود توره پيشو ده، چې ئې وينځې لا تورېږيري

بادشاهي هله جوړېږي، چې نيم لګي شي نيم مړه كړي

چې يو كس د بل په غوښو، د خپل كور كوتري ماړه كړي

د دې ژونده څه مطلب شو؟ چې يا مرې يا به بل وژنېدا مېوه ګلاب د څه شو؟ باغ ساتې او بلبل وژنې

 

ربه! ماله كه دې راكړه، بادشاهي د كل جهان

زه به ئې وغورزوم له كوره، لكه سوټې په ډېران

دا يو دوه ګړۍ ژوندون، زه په جګړو نه شم تېرولې

ددې ظلم په كټوۍ دې، ربه! بل كېږده برغولې

ماله راكړه څو ګلونه، يو نيازبين شانتې جانان

يو وړوكې غوندې باغ،  او په خوا ئې سيند روان

چې ئې زه په غاړه ناست يم، په يخ سيوري د خرولې

په مزه مزه ليكمه، د مزې مزې غزلې

كله كله تانه ربهد وړو په شان ګيلې

كله تود ژوندې اميد، كله سوې اسوېلې

كله ټنګ كله ټكور، كله جام كله دلبر

يو جهان كښې د رنګ ډوب، د جهانه بې خبر

 

بادشاهي هغو له وركړه، چې زغملې ئې شي زور

چې په لاس لكه قصاب وي، په خصلت لكه منګور

چې خپل ځان ته شي كولې، قرباني د ورور د وينې

هم هضمولې هم خوړې شي، د غريب د وينو پينې

تاج وړلې هغه سر شي، چې وژل لكه وبا كړه

لكه پړانګ داړل څيرل كړه، ويرول لكه بلا كړه

تخت هم نه پائي بې زوره، بې د تورې د جلاده

بادشاهان چې څومره ډېر وي، دومره وي دنيا برباده

لوی بادشاه وي لويه ژوره، دې په وينو زوو پائي

بادشاهي لكه د اور، په وريتو په سوو پائي

ربه! فضل په مونږ وكړه، مونږ ساته ددې آفته

چرته غټ خر ته په شا كړه، دا د سرو لالونو كته

سفارش ورته دا وكړه، صېب زمونږه ده بابته

                       وې پام كوه د دله خره، غني ونه وۍ په لته

 

لیونی فلسفي غني خان بابا

-
بېرته شاته