(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځواني

[18.Dec.2017 - 15:56]

ښاغلی ډاکټر اسرار

 

ستا د ځوانۍ، ستا د ښکلا دي پکې

غزل زما، خبرې ستا دي پکې

 

په دې ګلشن باندې نوم چا اېښی دی؟

نښې خو ټولې د صحرا دي پکې

 

داسې مذهب دی راګډ شؤی اشنا

د پښتنو وژل روا دي پکې

 

زما او ستا په باغ کې هېڅ نشته دی

څه د لالا، څه د ماما دي پکې

 

داسې وطن کې پیدا شوي یو موږ

خلکه جنت ته تلل وړیا دي پکې

 

په دې بازار کې ډوډۍ نه شي موندې

که تهٔ بارود اخلې، بلها دي پکې

 

د دې اسرار وینا ته غوږ مه نیسئ

نښې پخې د لېونتیا دي پکې

........

وړیا = مفت = Free

بلها = ډېر = Abundant

موندل = لټول = To find

-
بېرته شاته