(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټانکونه

[11.Dec.2017 - 16:54]

داسې ورتلل  په  دې  مسلم  وزيرستان  ټانکونه

د هر چا خیال و، چې دا دي د  هندوستان ټانکونه

 

پــر  فلسطين  يې  لکه  څــرنګ  اسـرایـل  خېژوي

داسې  ختل  زمــوږ  پــر کـور  د  مسلمان  ټانکونه

 

نن یو پښتون بچي په کیمپ کې ویل کله به ځي؟

زمــوږ  له  کلـي  دا  بــدرنګ  او  قــاتلان  ټانکونـه

 

چـې  زغلېدې  بــه  پکې  ښکلي  نــازنينې  غـرڅې

لالیهاوس  هــغــو  درو  کـې  دي  روان  ټانکونـه

 

زه  پر  مرمیو  ټول  زخمي  زخمي  بې  وسـه بلبل

تــه  ګرځــوې  زمــا  پــر  ښکلي  ګلستان  ټانکونـه

 

اې امــریکېګني  روسـانـو   نــه  پــوښتنه  وکړه

په  دې  هېواد  کې يې پراته دي پـر ډيران ټانکونه

 

پر  دغه  خاوره  هـر  وګړی  چې  پښتون  نومېږي

تـرې  نـه  راتاو  دي، اې سعودهد  جهان  ټانکونه

سعودبنګښ

-
بېرته شاته