(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دونیا

[30.Nov.2017 - 20:53]

خدایه ستا وړه دنیا مې نه ده خوښه

ما له راکړه خپله لوئې جهان کښې برخه

چه کوم ځائ کښې بې ګناه ګناه ګار نه وی

چه کوم ځائ ژبې چړې د اغیار نه وی

چه کوم ځائې ژبې چړې د اغیار نه وی

چه کوم ځائ کښې وی بې حس زما احساس 

چه کوم ځائې صبر  زړګے وی او تش لاس

چه کوم ځائې کښې فریاد نه اورم د کونډو

ماشومان يی نه وی په ټوکړو پسې په منډو

چه کوم ځائې کښے نه مذهب شته نه قانون

نه عشقونه نه وصلونه نه بیلتون

چه کوم ځائ کښے وازې سترګې نابینا وی

چه کوم ځائې کښے  یو شان نن پرون سبا وی

چه کوم ځائې کښے که بادشاه وی که ملنګ

یوئې تخت او یو ئې تاج یو ئې پالنګ

چه کوم ځائې مال اولاد دوستی بې کاره

چه کوم ځائې کښے نه کاروان شته او نه لاره

ستړې سترګې مه کړې پټې یا الله 

زما خوښه نه ده ستا وړه دنیا

غنی خان

-
بېرته شاته