(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ويس سلطاني وردك شعرونه

ښكلې ستا په انتظار يم يو ځل راشه كودرته راشه زما ديدن ته راشه د چينې په غاړه تاته وړايم ګرانې منګى بانه كړه د جانان لپاره د ديوال شاته زه ولاړيم ستا د لپاره د كلا دروازه وازه پيږده زما د پاره د ښكلو ديدن يو ځل كيږي ګرانې د ګلانو په قطار كې يو خوښيږي ګرانې زه سلطاني به ستا په انتظاريم ګرانې كله سهار راځه كله ماښام راځه ديار لپاره ---- راشه راشه د سولې كپترې پيغام د سولې راوړه دا وړان هيواد راته ودان كړه دا بيل ولس سره يو ځاى كړه پښتون ملت د سره دوا شه راشه راشه د سولې كپترې دا وطن راته ګلزار كړه پيښور د كابل سره يو ځاى كړه دا وطن وړان وړان دى ته سوله درسره راړوه راشه راشه دسولې كپترې يو ځل موږ ته په هوا شه لاره راغله په موږ باندې دوا شه مينه درسره راوړه ټول ستاپه انتظار يو راشه راشه د سولې كپترې ملتونه سره يو شول قومونه سره يو شول هيوادونه سره يو شول ګلونه سره يو شول راشه راشه د سولې كپترې موږ جدا جدا ته مو سره يو كړې د لروبر ولسونه سره يو كړې پښتون ملت په يو فرمان كړې ګران افغانستان په دوى ودان كړې سلطاني ستا په انتظار دى ته ورته راشه راشه راشه د سولې كپترې ------ هغه جانان مې چې په ياد راځي ګران افغانستان مې چې په ياد راځي ټول په كې ګلان دي يو د بل څخه قربان دي د كابله تر پيښوره مې ټول په ياد راځي ګران پيښورمې تر كندهار د ګلانو ځاى ده هغه د اټګ ګلان، بيا مې چمن په ياد راځي خداى د يو كړي دغه جدا ولسونه بيامې وردك او ننګرهار په ياد راځي سلطاني پيغام د يوالي راوړه چې يو ځاى شو ګران پښتنخوامې د ګلانو سره په ياد راځي ------ د وطن له باغه ولاړې تواب جانه په پردي وطن كې ميشت شوې فكر مې خورې سنوكر د مينې كوې ماته راكوې په كومه خوا رانه ځې د سيندونو په لمن كې د ساحل ترڅنګ ولاړې زخم ستا وطن دى زخم ته مرهم ورباندې كيږده هريوګل ته خندا راوړه ته ژوندون شه د مړوپاڼو ته موسكا درسره راوړه چې اتنظار ستا په سلكيو شي خپل وطن درنه هيرنه ستا وطن افغانستان دى چې ژوندون په كې ستومانه مسافر د بيابان دى دا وطن جنت جنت كړه دا چې نن كنډر كنډر دى نن كه وړان دى كه ويجار دى بختور دى بختور دى چي سمسور مې پرې وطن شي لكه شين خواندې چمن شي يو ويس د ژوند روان كړه په بنګړوماته چوپياشه راشه راشه تواب جانه تواب جانه راشه راشه

دا شعر د سيد حميد الله تواب لپاره ډالى كوم Wais Sultani Wardak
-
بېرته شاته