(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وایي اغیار چې

[30.Oct.2017 - 21:26]

وایي اغیار چې ددوزخ ژبه ده  زه به جنت ته دپښتو سره ځم

دپښتو دغزل بابا ارواښاد امیر حمزه شینواري دا خبره بیخي سمه خبره ده .ما هم په خپلو ګنا هګارو غوږونو داغیارو او یا دپښتو ژبې دبد خوا هانو نه داخبره اوریدلې ده چې پښتو ددوزخ ژبه ده او په هغه دنیا به دوزخیان په پښتو ژبه  خبرې کوي .

اول خو دپښتو ژبې دغو بد خواهانو ته وایم چې خدای عادل ذات دی هغه انسانان په بیلا بیلو څیرو ، بیلا بیلو رنګونو ، بیلا بیلو قومونو او بیلا بیلو ژبو سره پیداکړي دي . الله پاک هیڅکله هم دخپلو انسانانو او خپل مخلوق ترمینځ توپیر نه کوي هغه هم دژبې پر بنیاد، ځکه ټول انسانان دده مخلوق دی ، خو که اغیار هرڅه وایی ودې وایې زه هغو ته وایم خیردی که زموږ ژبه ددوزخیانو ژبه ده، خو زه دخپلې ژبې سره مینه لرم او تل به داوایم چې :

زما ژبه ده پښتو

زه مین یم په پښتو

دغه ژبه راته پاتې

دپلرو او دنیکو

بښتو ژبه مې خوږه ده

لکه شاتو او شیدو

دغه ژبه دکروړ ده

دغه ژبه دنازو

دا میراث دی دهوتکو

دباتورو ابدالو

دسوریانو دلودیانو

دباننګه میړنو

دغه ژبه دخوشال ده

دسپین غراوتاترو

که پښتو ده که پشتو

ژبه ده دپختنو

که پښتون دلر او بر دي

کړي پرې فخر د ویو

ملاوې وتړئ درجارشم

ښه خدمت به يې کوو

(یاد)

-
بېرته شاته