(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[30.Oct.2017 - 21:04]

څــوک دې مــا تــه و وائي څه رنګې شيدا شي څوک؟

څوک چــې چا ته و خاندي ولــــــې په خندا شي څوک؟

 

ســـتوري د غــره څـــوکـې ته غلــي شــــان بېــــګا ووې

مـــــینـــې پـــــه ژړا ووې حـــســـن پـه خـنــدا ووې

 

مــا ته مسکو سـترګو کې ښــــکلــــــې دلـــــــــربا ووې

ولـې څوک زړه و بــایــلي؟ څـه رنګـې شیدا شي څوک؟

 

څوک چې چا ته و خانـدي ولـې پــه خندا شـي څـــوک؟

سـترګــو د مــجنون و وې اوښـــــکو د لیلـــــی و وې

 

ووې پــه نشـه ځـــوانـۍ غـــم ورو پــه ســـــــودا ووې

مــا ته مسکو ســـترګـو کې ښــــکلې دلـــــربـا ووې

 

ولــې څـوک زړه و بـایلي؟ څه رنګې شیدا شي څـوک؟

څـوک چــې چا ته و خاندي ولــې پـه خــندا شي څوک؟

 

Khan Abdul Ghani Khan

 
-
بېرته شاته